امنیت شورا د طالبانو د اداري مرستیال لپاره د لنډمهاله سفر اجازه لیک صادر کړ

11 اسد 1404 ساعت 13:05

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د مرستیال مشر عبدالسلام حنفي لپاره د لنډمهاله سفر اجازه لیک صادر کړ.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو د مرستیال مشر عبدالسلام حنفي لپاره د لنډمهاله سفر اجازه لیک صادر کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې نن شنبې (د زمري  ۱۱مه) په یوه بیان کې وویل چې حنفي د اګست له ۱۴مې څخه تر ۳۱مې پورې د طبي درملنې لپاره د سفر له بندیز څخه معاف شوی دی.

دا په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د کابینې د غړو لپاره دوهم سفري معافیت دی.

مخکې له دې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه په جولای کې مسکو ته د سفر لپاره ورته معافیت ترلاسه کړی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184520

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184520/

جمهور
  https://www.jomhornews.com