په بدخشان کې دوو ترافیکي پیښو ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

11 اسد 1404 ساعت 11:22

په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان کړی چې په دې ولایت کې دوو ترافیکي پیښو ۸ کسان وژلي دي.


په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو طالبانو اعلان کړی چې په دې ولایت کې دوو ترافیکي پیښو ۸ کسان وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خشان ولایت د پولیسو قوماندانۍ نن شنبې (د زمري ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په بدخشان کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې اووه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی، چې د ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.

طالبانو ویلي چې دا پیښې د ولایت په شهر بزرګ او راغستان ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د دې پیښو لامل بې احتیاطي موټر چلول بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ترافیکي پیښې د پام وړ زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس 


د مطلب کود: 184513

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184513/

جمهور
  https://www.jomhornews.com