په میدان وردګو کې ۸۶ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو و وېشل شول

30 سرطان 1404 ساعت 15:33

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په میدان وردګ ولایت کې یې ۸۶ اړمنو کورنیو ته خواړه ویشلي دي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په میدان وردګ ولایت کې یې ۸۶ اړمنو کورنیو ته خواړه ویشلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې (د چنګاښ ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په میدان وردګو ولایت کې ۸۶ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ویشل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د میدان وردګو ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست افسرانو ۸۶ اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ویشلي دي چې مخکې د ټاکل شوې کمیټې لخوا مستحق پیژندل شوي وو.

په دې توکو کې اوړه، وريجې، غوړي، صابون او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره، په افغانستان کې له ۲۰ ملیون څخه ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com