د جوزجان ولایت سیمه ییزو طالبانو اعلان وکړ چې دې ډلې په لیلي په دښته کې د یوه ترکي خیریه بنسټ په ملاتړ یو باب جومات جوړ کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جوزجان ولایت د والي ویاند احمد سیاوش حارث نن شنبې (د چنګاښ ۲۸ مه) وویل چې د ترکیې د خیریه موسسې په همکارۍ د دې ولایت په لیلي دښته کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
هغه وویل چې دا جومات د دې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په لارښوونه جوړ شوی چې ۲۹ متره پلنوالی لري او ۱۰۰۰ لمونځ کوونکي پکې ځایېدای شي.
د جومات د پرانیستې په مراسمو کې، د جوزجان ولایت والي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا مرستیال وزیر او د ترکي خیریه موسسې استازو د اسلامي ارزښتونو په وده کې د جوماتونو او دیني مدرسو په رول ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د مارشال دوستم لخوا په زرګونو طالبان د لیلي میدان ته نږدې ووژل شول.
جمهورخبري آژانس