طالبانو د سوریې په خاوره د اسراییلو برید غندلی

26 سرطان 1404 ساعت 8:47

د طالبانو ډلې په یوه پیغام کې د سوریې په خاوره، په ځانګړې توګه د دمشق په ښار د اسراییلو برید غندلی دی.


د طالبانو ډلې په یوه پیغام کې د سوریې په خاوره، په ځانګړې توګه د دمشق په ښار د اسراییلو برید غندلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د چهارشنبې په شپه (د چنګاښ ۲۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو امارت د سوریې په خاوره، په ځانګړې توګه په دمشق او نورو سیمو کې د اسراییلو رژیم بریدونه په سختو ټکو غندي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډول بریدونه نه یوازې د یو خپلواک هیواد د حاکمیت سرغړونه ده، بلکې یو سیستماتیک جرم هم دی چې موخه یې په سیمه کې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ خپرول دي.

د طالبانو ډلې د سیمې له اغیزمنو هیوادونو او اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې د دې بریدونو په وړاندې خپل مسؤلیت ترسره کړي، د دې بریدونو د تکرار مخه ونیسي، او د سوریې د خلکو او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې صهیونیسټ رژیم نن د سوریې په بیلابیلو برخو بمباري وکړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184011

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com