طالبانو د پنجشیر  د ۲۲۰۰ قیراط څخه زیات زمرد وپلورل

24 سرطان 1404 ساعت 16:34

په پنجشیر ولایت کې ځایي طالبانو اعلان وکړ چې دې ډلې له ولایت څخه له ۲۲۰۰ قیراط څخه زیات زمرد پلورلي دي.


په پنجشیر ولایت کې ځایي طالبانو اعلان وکړ چې دې ډلې له ولایت څخه له ۲۲۰۰ قیراط څخه زیات زمرد پلورلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنجشیر ولایت د والي د رسنیو دفتر نن سې شنبې (د چنګاښ ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې د پنجشیر له څلورو کانونو څخه استخراج شوي ۲،۲۳۵ قیراط زمرد د ۱۷۷،۳۵۰ ډالرو په ارزښت د لیلام له لارې سیمه ایزو سوداګرو ته وپلورل شول.

د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم ډاډ ورکړ چې د دې کانونو تخنیکي او معیاري استخراج لپاره به جدي او پلان شوي هڅې دوام ولري.

د سیمه ایزې ادارې په نوښت، د کانونو د استخراج د پروسې پیل نه یوازې د ډیرو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې په ولایت کې یې پراخه سوداګریز فرصتونه هم رامینځته کړي دي.

د افغان قیمتي ډبرو سوداګرو سربیره، د پنجشیر ځوان سوداګر هم د نن ورځې د لیلام په مراسمو کې حاضر وو.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 183970

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183970/

جمهور
  https://www.jomhornews.com