د طالبانو ادعا: د نړیوال پیژندلو لپاره ټول شرایط پوره شوي دي

22 سرطان 1404 ساعت 9:56

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشر ادعا کوي چې د نړیوال پیژندلو لپاره ټول شرایط پوره شوي دي.


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشر ادعا کوي چې د نړیوال پیژندلو لپاره ټول شرایط پوره شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه د باختر خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو امارت د نړیوال پیژندلو لپاره ټول اړین شرایط پوره کړي دي.

د روسیې د وروستۍ پریکړې په حواله، خیرخواه په نورو هیوادونو غږ وکړ چې سرپرست حکومت په رسمیت وپیژني.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې دا اقدام به د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي او بهرنۍ پانګونه به راجلب کړي.

خیرالله خیرخواه ټینګار وکړ چې د طالبانو امارت بشپړ امنیت ټینګ کړی، د مخدره توکو تولید یې بند کړی او فساد یې له منځه وړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183867

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183867/

جمهور
  https://www.jomhornews.com