د طالبانو ډله له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو د رانیولو غوښتنه کوي

22 سرطان 1404 ساعت 9:39

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د دفاع وزارت له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو د رانیولو غوښتنه کړې ده.


روسي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د دفاع وزارت له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو د رانیولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې ورځپاڼې نظربایفسکایا ګزیتا د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱ مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب، د روسیې چارواکو ته په یوه رسمي لیک کې له دې هیواد څخه د پوځي تجهیزاتو د رانیولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په لیک کې راغلي چې، د روسیې سره د همکارۍ د نوي فصل د پیل په پام کې نیولو سره، موږ له دې هیواد څخه د پوځي تجهیزاتو د رانیولو لیوالتیا لرو.

هغه وویل چې د روسیې جوړ شوي وسلې د کیفیت او کمیت له پلوه د دفاع وزارت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مناسبې دي او دا ډله غواړي چې دا همکاري د متقابل تفاهم پر بنسټ وي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 183862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com