د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې اووم پړاو به د روان کال په سپتمبر او اکتوبر کې ترسره شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۱ مه) د تاس خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې دقیقه نیټه لا نه ده ټاکل شوې، خو د دود له مخې، موږ به خامخا د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې د مسکو فارمټ غونډه وکړو.
هغه زیاته کړه: "د طالبانو ډله به په دې غونډه کې د بشپړ غړي په توګه ګډون وکړي."
کابلوف وویل، "موږ، د خپلو ورته فکر لرونکو سیمه ییزو شریکانو او په کابل کې د سفیر سره یوځای، دلته د مشورو د ممکنه محتوا او د ګډو اقداماتو د لا همغږۍ په اړه لا دمخه بحث کړی دی."
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې شپږم پړاو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په څلورمه په مسکو کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د هېوادونو د ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ترسره شو.
جمهورخبري آژانس