اسحاق دار: په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی

10 سرطان 1404 ساعت 13:53

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د اسلام‌اباد د سټراټيژیکو مطالعاتو د مؤسسې د دوه پنځوسمې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي، چې یو سوله‌‌ییز او با ثباته افغانستان یې د هېواد په ګټه دی.


د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د اسلام‌اباد د سټراټيژیکو مطالعاتو د مؤسسې د دوه پنځوسمې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي، چې یو سوله‌‌ییز او با ثباته افغانستان یې د هېواد په ګټه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد اسحاق ډار زیاته کړې، چې پاکستان تمه لري د طالبانو سرپرست حکومت د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارول کېدو په تړاو ګامونه پورته کړي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«موږ باوري یو چې یو سوله‌ییز، باثباته، یو موټي او سوکاله افغانستان د پاکستان په حیاتي ګټو کې دی. د افغانستان د ګټو لپاره زموږ صادقانه هڅو ته له پام سره، موږ مشروع تمه لرو چې د افغانستان لنډمهالی حکومت د دې لپاره چې د دغه هېواد له خاورې د هر هېواد، په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار وانخیستل شي، اړین ګامونه پورته کړي. د دې موضوع تضمین په لومړي سر کې د افغانستان په خپله ګټه دی؛ ځکه چې دا به د هغه هېواد کورنی امنیت پیاوړی کړي او د ګاونډیانو، په تېره بیا پاکستان سره به یې اړیکې ښې کړي.»

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183544

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com