د نهرسراج کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

10 سرطان 1404 ساعت 12:04

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د ابو او انرژي وزارت له لوري د څه باندې ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهرسراج  کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي.


د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو د ابو او انرژي وزارت له لوري د څه باندې ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهرسراج  کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته  د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼ‌شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د یاد وزارت سرپرست عبدالطیف منصور  وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ ولسونو ته د کرنې په برخه کې ستر خدمت تر سره کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د دې کانال له لارې به  خلک د اوبو له اسانتیاوو برخمن شي او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به ستر بدلون راشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183538

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183538/

جمهور
  https://www.jomhornews.com