طالبانو د "نما رسانه" دوه کارکوونکي د عیسویت او الحاد ته د بللو په تور نیولي دي

10 سرطان 1404 ساعت 12:02

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند اعلان وکړ چې دې ډلې د نما رسانه کلتوري او هنري انسټیټیوټ دوه کارکوونکي د خلکو د عیسویت او الحاد ته د بللو په تور نیولي دي.


د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند اعلان وکړ چې دې ډلې د نما رسانه کلتوري او هنري انسټیټیوټ دوه کارکوونکي د خلکو د عیسویت او الحاد ته د بللو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن، سې شنبه (د چنګاښ ۱۰مه) وویل چې د دې ډلې اجنټانو د نمرسنا کلتوري او هنري انسټیټیوټ دوه کارکوونکي د خلکو د عیسویت او الحاد ته د بللو په تور نیولي دي.

هغه وویل چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د دوی د اعتراف ویډیو به ډیر ژر خپره شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183537

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com