د طالبانو د مرکزي بانک مشر مراکش ته لاړ

9 سرطان 1404 ساعت 11:54

د طالبانو مرکزي بانک اعلان کړی چې د بانک مشر د اسلامي مالي خدماتو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته سفر کړی دی.


د طالبانو مرکزي بانک اعلان کړی چې د بانک مشر د اسلامي مالي خدماتو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته سفر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو مرکزي بانک تېره شپه ناوخته (د چنګاښ ۸ مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د بانک مشر نور احمد آغا د اسلامي مالي خدماتو په کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ مراکش ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې ده چې دا نړیوال کنفرانس د روان کال د جولای په لومړۍ اونۍ کې د مراکش په پلازمېنه رباط کې ترسره شي.

د دې غونډې اصلي تمرکز به په مهمو مسلو وي لکه اسلامي مالي سکتور، د بانکدارۍ شفافیت، مالي ثبات، او د نړیوالې همکارۍ پراخول.

په دې کنفرانس کې به د اسلامي هیوادونو د مرکزي بانکونو مشران او لوړ پوړي استازي راټول شي ترڅو د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې خپلې ارزښتناکې تجربې شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com