په نیول شویو سیمو د ایران ویجاړونکي بریدونه او د صهیونیسټي رسنیو سخت سانسور

27 جوزا 1404 ساعت 14:24

د ایران د اسلامي جمهوریت د انقلاب ساتونکو قول اردو د تیرې شپې څخه تر نن سهار پورې په نیول شویو سیمو کې د ویجاړونکو بریدونو اعلان وکړ.


د ایران د اسلامي جمهوریت د انقلاب ساتونکو قول اردو د تیرې شپې څخه تر نن سهار پورې په نیول شویو سیمو کې د ویجاړونکو بریدونو اعلان وکړ.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د انقلاب ساتونکو قول اردو د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷ مه) اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د تیري په ځواب کې یې له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې په نیول شویو سیمو د توغندیو بریدونه دوام لري.

د اسراییلو د پوځ په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت د اسراییلو په لور نور توغندي توغولي دي.

صهیونیسټ رژیم، د خپل سخت رسنیز سانسور له لارې، په عمومي ډول د ایراني توغندیو د فلم اخیستلو او د هغوی د زیانونو مخه نیولې ده. هیڅ خبریال حق نلري چې د نیول شویو سیمو انځورونه خپاره کړي.

د چین په ګډون څو هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې سمدلاسه له اسراییلو ووځي، او په تل ابیب کې د امریکا سفارت هم تړل شوی دی.

ټرمپ له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې
پر اسراییلو د ایران د توغندیو بریدونو وروسته، ټرمپ د G7 سرمشریزه پریښوده او له ایراني چارواکو سره یې د خبرو غوښتنه وکړه.

سي این این د یوې باخبرې سرچینې او یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ خپلو مرستیالانو ته امر کړی چې ژر تر ژره له ایراني چارواکو سره د غونډې د تنظیم لپاره کار وکړي.

د اسراییلو پوځ یوه اعلامیه خپره کړه چې صهیونیسټانو ته یې امر وکړ چې د بمونو پناه ځایونو ته ننوځي او تر بلې خبرتیا پورې هلته پاتې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183182

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183182/

جمهور
  https://www.jomhornews.com