د ایران په نویو بریدونو کې له ۱۵۰ څخه زیات صهیونیسټانو ته مرګ ژوبله اوښتې / شمیر مخ په زیاتیدو دی

25 جوزا 1404 ساعت 8:39

اسرایلي رسنیو راپور ورکړی چې د تیرې شپې د ایران په توغندیو بریدونو کې ۱۵۰ صهیونیسټان وژل شوي او ټپیان شوي دي.


اسرایلي رسنیو راپور ورکړی چې د تیرې شپې د ایران په توغندیو بریدونو کې ۱۵۰ صهیونیسټان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې، اسراییلي رسنیو نن سهار، یکشنبې (د غبرګولي ۲۵مه) راپور ورکړ چې د اسلامي جمهوریت په بریدونو کې د وژل شویو او ټپیانو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.

پولیسو وویل چې په بت یام ښار کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپیان شوي دي، او یو شمیر صهیونیسټان د کنډوالو لاندې ورک دي.

د یادونې وړ ده چې په نیول شویو سیمو باندې د ایران د توغندیو د بریالي بریدونو نوې څپه تیره شپه پیل شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې نیول شوي سیمې د لوګي او اور په مینځ کې سوځي او لوی زیانونه یې اړولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com