د ایران امنیتي چارواکي:

د اسراییلو تر پښېمانۍ پورې توغندیو بریدونه دوام ورکړو

24 جوزا 1404 ساعت 15:36

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند وايي، ایران به د اسراییلو تر پښېمانۍ پورې توغندیو بریدونو ته دوام ورکړي.


د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند وايي، ایران به د اسراییلو تر پښېمانۍ پورې توغندیو بریدونو ته دوام ورکړي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند ابوالفضل شکارچي نن، شنبه (د غبرګولي ۲۴ مه) وویل چې د استوګنې سیمو باندې د اسراییلو په یرغل کې د ښځو او ماشومانو د پام وړ شمیر وژل شوي دي.

په اسراییلو باندې د ایران د ډرون برید ته په اشارې سره، هغه وویل چې اسلامي جمهوریت به تر هغه وخته پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو چې اسراییل پښیماني نه وي.

په ورته وخت کې، فارس خبري اژانس، د یو نامعلوم خبر لرونکي چارواکي په حواله، ګواښ وکړ چې اسلامي جمهوریت به روانه پوځي شخړه د اسراییلو تر کنټرول لاندې ټولو سیمو او په سیمه کې د امریکا اډو ته پراخه کړي.

د یادونې وړ ده چې د اسراییلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکو توغندیو بریدونو څپې پرون ماښام پیل شوې، چې د نیول شویو سیمو په مختلفو برخو کې یې سخت زیانونه اړولي دي.

په اشغال شویو سیمو باندې د ایران د توغندیو په بریدونو کې ۱۷۵ صهیونیسټان ووژل او ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 183074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com