د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران کې له افغان زده کړیالانو سره کتلي

24 جوزا 1404 ساعت 10:31

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی تهران کې د فوق تخصص ښوونیز پروګرام افغان متخصصینو سره کتنه کې ویلي، افغانان تاسو ته اړتیا لري.


د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی تهران کې د فوق تخصص ښوونیز پروګرام افغان متخصصینو سره کتنه کې ویلي، افغانان تاسو ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جلالي افغان متخصصینو ته ډاډ ورکړی، چې د زده‌کړو تر پای ته رسېدو وروسته به سرپرست حکومت دولتي برخو کې د خدمت په موخه کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

نوموړي همداراز ژمنه ورکړې، چې هغوی ته به د زده‌کړو برخه کې اسانتیاوې برابرې او ستونزو ته به یې رسېدنه وکړي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 183059

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com