پاکستان؛ د افغانستان په لسګونه ټرانزیټي توکو ۱۰ سلنه لګښت لګولی

30 ثور 1404 ساعت 10:07

د راپورونو له مخې د پاکستان د فډرالي مالیې ادارې د افغانستان پر هغو لسګونو ډوله ټرانزیتي توکو چې د پاکستان له لارې هېواد ته واردېږي، ۱۰ سلنه د پروسس فیس یا د رسېده ګۍ لګښت لګولی دی.


د راپورونو له مخې د پاکستان د فډرالي مالیې ادارې د افغانستان پر هغو لسګونو ډوله ټرانزیتي توکو چې د پاکستان له لارې هېواد ته واردېږي، ۱۰ سلنه د پروسس فیس یا د رسېده ګۍ لګښت لګولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه اندازه لګښت به په الکترونیکي توګه د پنځو نویو ډلو پر محصولاتو، لکه د کرنې وسایل، جرثقيلونه، برقي فاضله توکي او معلوماتي ماشينونو، عملي شي.

د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د پاکستان له حکومته غواړي، چې پر ټرانزیټ د اضافي لګښتونو د وضع کولو پر ځای دې اسانتیاوې رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com