کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

23 ثور 1404 ساعت 13:06

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر کورنیو پانګه‌والو سره کتلي دي.


د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له یو شمېر کورنیو پانګه‌والو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې يادو کورنیو پانګه‌والو ویلي چې چمتو دي د حاجي‌ګک اوسپنې کان د یو بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درېیو پړاوونو کې ۶۵۰ میلیونه ډالره ګډه پانګونه وکړي.

دوی ویلي، چې له یوه بهرني شرکت سره به په شریکه په مسلکي ډول استخراج ترسره او همدا راز به یې په هېواد کې دننه د پروسس په موخه په نړیوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ مجهزه فابریکه جوړه کړي.

دغه فابریکه به په ورځني ډول د ۹۰۰۰ ټنه سفنج اوسپنې د پروسس او په شمش د بدلولو وړتیا ولري چې په مستقیم ډول به ۶۰۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د هېواد ۱۰۰ سلنه اړتیا به پوره کړي.

مولوي برادر، د اوسپنې اکتشاف او استخراج په برخه کې د یادو پانګه‌والو د پانګونې هرکلی کړی او د طالبانو له لوري یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182241

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182241/

جمهور
  https://www.jomhornews.com