پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

22 ثور 1404 ساعت 9:53

د پکتيا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۴رغنيزو پروژو چارې پيل کړې دي.


د پکتيا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۴رغنيزو پروژو چارې پيل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مسولينو په خبره، دغه څلور پروژې په زرمت ولسوالۍ کې پلي کېږي، چې د بيټکې چکډيم، د حسن خېلو کارېز ساتنې دېوال، د بر ملايانو کارېز اوبو حوض، د شولګډ کارېز، او د سربند او کانال جوړیدل په کې شامل دي.

د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه څلور پروژې د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د «يو اين ډي پي» د مرستو نړیوالۍ ادارې له لوري د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 182198

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182198/

جمهور
  https://www.jomhornews.com