د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

17 ثور 1404 ساعت 11:37

د پاکستان د پنجاب ایالتي چارواکو اعلان کړی، چې پر دغه هېواد د هند د تېرې شپې له برید وروسته په دې ایالت کې تعلیمي ادارې رخصت شوې دي.


د پاکستان د پنجاب ایالتي چارواکو اعلان کړی، چې پر دغه هېواد د هند د تېرې شپې له برید وروسته په دې ایالت کې تعلیمي ادارې رخصت شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د راپورونو پر اساس د هند په جمو کې هم ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي دي.

د جمو زون مشر رامېش کمار ویلي، اوسني وضعیت ته په کتو به نن په جمو، سامبا، کتوا، راجوري او پونچ کې ټول ښوونځي، کالجونه او ښوونیزې ادارې رخصت وي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 182056

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/182056/

جمهور
  https://www.jomhornews.com