کډوال؛ د تورخم له لارې پرون ۶۲۱ افغانان را ستانه شوي

14 ثور 1404 ساعت 8:54

د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې پرون د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي.


د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو له مخې پرون د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې ډله کې ۲۲۸ تنه هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري، خو ۱۵۸ نور بیا هېڅ ډول د مېشتېدو قانوني اسناد نه لرل.

همداراز د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي، د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار کارت لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شي او پولیس به هغوی په زور بېرته افغانستان ته واستوي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دا ځل د افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه بدلېږي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 181932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com