پکتیکا؛ د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې

14 ثور 1404 ساعت 8:49

د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رياست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.


د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ رياست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اومنې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ګېناوې چکډېم د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست رییس قاري فتح محمد ذاکر رسنیو ته ویلي چې دغه چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۲۹۷ زره ۴۶۳.۹۸ افغانیو په لګښت جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د نوموړي په وینا دغه چکډېم د ۳۷ زره او ۴۴۳ مترمکعب اوبو زېرمه کولو ظرفيت لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181930

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com