په پکتيا کې د غره ښويېدنه د ګردېز- ډنډ پټان لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده

10 ثور 1403 ساعت 15:25

په پکتيا کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکې ښويېدو له امله د ګردېز-ډنډ پټان لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.


په پکتيا کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکې ښويېدو له امله د ګردېز-ډنډ پټان لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن دوشنبه د ثور په لسمه د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې له سختو اورښتونو وروسته رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې ياد سړک د ځاځي اريوب، څمکنيو، جاني خېلو، احمدخېلو، لجه منګل او ډنډ پټان ولسوالۍ سره نښلوي.

د ګردېز ډنډ پټان لاره د هېواد په سوېل ختيځ کې يو له مهمو ترانزيټي لارو څخه دى، چې له دې لارې سوداګريز توکي له پاکستان څخه افغانستان او برعکس لېږدول کېږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171641

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171641/

جمهور
  https://www.jomhornews.com