د هوا پېژندنې ادارې په ۳۴ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی

6 ثور 1403 ساعت 15:17

د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست نن د ثور په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې سبا، جمعه او بله ورځ په ټول هېواد کې د واورې او ورښت امکان شته.

د اعلامیې له مخې دغه بارانونه به د بریښنا او سیلابونو لامل هم شي.

په اعلاميه کې راغلي چې د اورښت اندازه له ٢٠ تر ٥٥ ملي مترو پورې ده او په لوړو سيمو کې د واورې اورښت اټکل شوى دى.

د هوا پېژندنې ادارې دا هم ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نسبتاً قوي بادونو اټکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com