لوګر کې د یوې کورنۍ څلور غړي د کور تر چت لاندې وو

4 ثور 1403 ساعت 14:59

په لوګر ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.


په لوګر ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

دغه پيښه تيره شپه په ورځ دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار ته څيرمه د پادخواباشانو ولسوالۍ د "ميدانک" په کلي کې رامنځته شوې ده.

دولتي سرچينو ويلي، چې په دې پېښه کې دوه ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دسرچينو له مخې دغه کور دوروستيو بارانونو وروستو زيات لوند شوى اؤ تيره شپه خرڅ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په ټول هېواد کې سخت بارانونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171395

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171395/

جمهور
  https://www.jomhornews.com