پخوانیو پوځیانو له ایران او پاکستان څخه د خپلو ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړه

2 ثور 1403 ساعت 15:25

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې له ایران او پاکستان څخه د دغو پوځیانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې له ایران او پاکستان څخه د دغو پوځیانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې کمېټې نن یکشنبې د ثور ۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي ډېر پخواني پوځيان د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او حتی وژل شوي دي.

د اعلاميې پر بنسټ، پخواني پوځيان په ايران او پاکستان کې ډېر ناوړه شرايط لري او د شړلو له وېرې په پټه او په ډار کې ژوند کولو ته اړ دي.

پخوانۍ پوځي کمېټې له ایران او پاکستانه وغوښتل چې د تېر حکومت پوځيان دې نه ګوښه کوي.

دغه راز په اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د ايران او پاکستان له حکومتونو سره په همغږۍ د افغانستان د پخواني حکومت پوځيانو ته د مهاجرينو په توګه د قانوني شتون زمينه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یوناما د راپور پر بنسټ، طالبانو د افغانستان د واک تر نیولو وروسته په سلګونو پخواني پوځیان نیولي، شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com