داعش د کابل په لويديځ کې د چاودنې مسووليت پر غاړه واخيست

2 ثور 1403 ساعت 8:55

داعش ډلې تېر ماښام د کابل په لوېدیځ کې د موټر بم چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.


داعش ډلې تېر ماښام د کابل په لوېدیځ کې د موټر بم چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

دغې ډلې تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې چاودنه د مقناطسي بم په وسیله د شیعه ګانو پر یوه موټر هغه مهال شوې چې د طالبانو له پوستې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې په دې چاودنه کې لس ملکي وګړي او د طالبانو غړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دې چاودنه کې چې په یوه «مرسیډیز» ډوله موټر شوې؛ دغه راز ۱ تن قتل او ۳ نور ټپیان شول.

يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې ښايي په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر هغه زيات وي، چې طالبان يې اعلانوي.

د دوی په خبره، طالبان معمولاً له چاودنو وروسته ځای محاصره کوي او اجازه نه ورکوي چې په اړه یې کوم ډول مفصل راپور رسنیو ته خپور شي.
تر دې وړاندې داعش ډلې د ورته چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د یادولو وړ ده چې د کابل لویدیځه سیمه چې زیاتره هزاره ګان او شیعه ګان دي تل د ترهګرو په ځانګړې توګه د داعش ترهګرې ډلې تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171283

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171283/

جمهور
  https://www.jomhornews.com