د مقاومت جبهه:کابل کې مو ۳ طالبان ووژل 

29 حمل 1403 ساعت 11:19

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په چاڼیزو عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په چاڼیزو عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.

دې جبهې سه شنبې د وري ۲۸ مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه بريد تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د کارته پروان په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه موټر شوى دى.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې د طالبانو رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.

دملي مقاومت جبهې وويل چې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com