سیلابونو د کابل – هرات لویه لار تړلې ده

26 حمل 1403 ساعت 15:03

د هرات په زاوې ولسوالۍ کې سېلابونو د هرات – کابل لویه لار تړلې ده.


د هرات په زاوې ولسوالۍ کې سېلابونو د هرات – کابل لویه لار تړلې ده.

دغه سېلاب نن سهار د وري په ٢٦مه له سختو بارانونو وروسته راوتلی دی.

ویل کېږي، چې دغه سېلاب د لارې ځینې برخې ویجاړې کړې او د لویې لارې دواړو غاړو ته لسګونه موټر او سلګونه مسافر بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې سېلابونو په ډېرو ولايتونو کې مواصلاتي لارې تړلې دي.

د يادونې وړ ده، چې د هوا پېژندنې ادارې پرون او نن په ټول هېواد کې د واورې او باران وړاندوينه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171033

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171033/

جمهور
  https://www.jomhornews.com