سرپل کې يو ځوان د مسعود د عکس د خپرولو په تور طالبانو نیولی

21 حمل 1403 ساعت 8:14

په سرپل ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې یو ځوان د احمد شاه مسعود د انځور د خپرولو په تور د طالبانو له خوا نیول شوی دی.


په سرپل ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې یو ځوان د احمد شاه مسعود د انځور د خپرولو په تور د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان چې احمد رحماني نومېږي، د روان لمريز کال د غبرګولي په ١٩مه د طالبانو له خوا په دې تور نيول شوى، چې په خپله فيسبوک پاڼه کې يې د احمدشاه مسعود انځور خپور کړى و.

نوموړی د سرپل ولسوالۍ د سانچارک اوسېدونکی دی.

هغه د دې عکس په تفصیل کې لیکلي چې "زه ستاسو په لاره یم، ترڅو زما راتلونکی نسل په رڼا کې وي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو فیسبوکي پوسټونو له امله د هېواد خلک نیولي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 170918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com