بدخشان کې د طالبانو د جهادي لېسې مشر پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی دی

20 حمل 1403 ساعت 13:56

په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د جهادي لېسې مشر قاري عبدالبصیر پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.


په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د جهادي لېسې مشر قاري عبدالبصیر پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، قاري عبدالبصير د وري په ١٩مه، د فيض اباد ښار د دشت قرغې په کلي کې د يوه ښوونځي پر يوې ښځينه زده کوونکې د جنسي تېري په تور د نورو وسله والو طالبانو له خوا ونيول شو.

ويل شوي چې د قرباني لور د دغه مولوي شاګرد وه او د اسلامي تعليماتو زده کړې يې کولې.

سرچينې زياته کړې، چې دغه طالب ملا د نجلۍ د کورنۍ له شکايت وروسته نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه طالب ملا د جنسي تېري په پايله کې د قرباني لور "اميدواره" شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې پر طالبانو څو ځلې د هېوادوالو د عزت پر سرغړونې او د ځوانو نجونو په زور ودولو تورونه لګول شوي دي. مګر هیڅ یې بیاکتنه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com