د طالبانو د سیاسي کمیسون غونډه جوړه شوه

13 حمل 1403 ساعت 8:04

د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې د دغې ډلې د سیاسي کمیسون غونډه د طالبانو د سیاسي مرستیال په مشرۍ جوړه شوه.


د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې د دغې ډلې د سیاسي کمیسون غونډه د طالبانو د سیاسي مرستیال په مشرۍ جوړه شوه.

طالبانو نن دوشنبې د وري ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه کمېسیون غړو له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د وروستیو پرمختګونو له څېړلو وروسته په سیاسي ډګر کې افغانستان کې د طالبانو د امارت د لا پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د دغه کمېسیون غړو د ځینو سیاسي مسایلو د حل او پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او له سیمې او نړۍ سره یې د متوازنې تګلارې پر بنسټ د دې ډلې د امارت د رغنده او مثبتو اړیکو په اړه هم خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170604

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170604/

جمهور
  https://www.jomhornews.com