متقي د پاکستان د سوداګرۍ له مرستیال وزیر سره وکتل

8 حمل 1403 ساعت 8:46

مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم اغا سره وکتل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې وکړې.


مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم اغا سره وکتل او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې د وري ۸ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د دغې غونډې موخه د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سولې د ټینګښت په موخه جوړه شوې وه. دواړو لورو د یادو سکتورونو پر ستونزو او د حل لارو په اړه خبرې وکړې.

متقي د دواړو هېوادونو د خلکو مشترکاتو او ارزښتونو ته په اشارې سره وويل، دولتونه مسووليت لري چې زمینه ورته برابر کړي.

نوموړي دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره د صادقانه اقداماتو یادونه وکړه او اړینه یې وګڼله.

دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا دغه راز د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرینو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170459

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170459/

جمهور
  https://www.jomhornews.com