"د ځمکې ساعت"؛ یوناما د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د یو ساعت لپاره خپل څراغونه مړه کړي

4 حمل 1403 ساعت 14:14

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر له هېوادوالو غوښتي چې د ځمکې د ساعت د نمانځلو په خاطر دې د یو ساعت لپاره خپل څراغونه بند کړي.


یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر له هېوادوالو غوښتي چې د ځمکې د ساعت د نمانځلو په خاطر دې د یو ساعت لپاره خپل څراغونه بند کړي.

دغه دفتر نن چهار شنبه د وري  ۴مه وویل چې نن شپه ۸:۳۰ د «ځمکې له ساعت» سره سمون خوري.

په همدې حال کې یونما له افغانستانه غوښتي چې نن شپه د یو ساعت لپاره په خپلو کورونو کې څراغونه بند کړي.

دفتر په یوه بیان کې وویل: "د ځمکې ساعت د شنبې په ورځ موږ ته یادونه کوي چې د اقلیم د بدلون پروړاندې مبارزه کې کوچني ګامونه اخیستل لوی بدلون رامینځته کولی شي."

دا باید په یاد ولرئ چې د ځمکې ساعت یوه نړیواله پیښه ده چې د طبیعت لپاره د نړیوال وجهي صندوق لخوا د ځمکې د لمانځلو لپاره پیل شوې.

په کال کې د یو ساعت د لمانځلو هدف د اقلیم د بدلون او د انرژۍ په سمه توګه کارولو په اړه د پوهاوي لوړول دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 170303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com