د پاکستان د بلوچستان ایالت د استخباراتو پخواني وزیر جان اڅکزي طالبانو ته ګواښ کړی چې د دغه هېواد له خوا به پر افغانستان پوځي برید وکړي.
د پاکستان دغه پخواني چارواکي د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې که له افغانستان څخه د پاکستان د حکومت د مخالفینو بریدونه دوام وکړي، د دغه هېواد ځواکونه به افغانستان ته ننوځي.
هغه زیاته کړه، پاکستان به سمدستي افغانستان ته ننوځي او د واخان په نیولو سره به له منځنۍ اسیا سره ځان ونښلوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د حکومت دغه پخواني چارواکي د خپلې واکمنۍ پر مهال افغان طالبانو ته د پاکستاني پوځ له خوا د پوځي بریدونو ګواښ کړی و.
نوموړي په پاکستان کې د یوه مرګوني برید په غبرګون کې له اسلام اباده وغوښتل چې د طالبانو د مداخلو د مخنیوي لپاره دې د خپلو سیاسي مخالفینو پوځي ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ د افغانستان په یو شمېر سیمو کې هوايي بریدونه وکړل او طالبانو هم د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره نښتې وکړې.
خبرگزاری جمهور