د طالبانو سیاسي مرستیال د اذربایجان له سفیر سره وکتل

1 حمل 1403 ساعت 11:06

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي او ویلي یې دي چې دغه ډله له ټولو هېوادونو سره اړیکې غواړي.


د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي او ویلي یې دي چې دغه ډله له ټولو هېوادونو سره اړیکې غواړي.
 طالبانو  نن چهارشنبه (د وري سلواغې لومړۍ نېټه) د اذربایجان د سفیر له قوله ویلي، هیله لري په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ اړیکې او تعاملات نور هم پیاوړي شي.

الهام محمدوف دې ته په اشارې سره چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره د ترانس-کاسپين دهلېز په کارولو سره د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو په برخو کې همکاري زياته کړي، خو په دې برخه کې د ده هېواد مرستې ته اړتيا لري. د طالبانو د ډلې.

  مولوي عبدالکبیر وویل، د طالبانو امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او همکارۍ ته لېواله دی او تل یې د ناګورنو قره باغ په مسله کې د اذربایجان له دریځ څخه ملاتړ کړی او دوام ورکوي. اوس هم دواړه هېوادونه په سیاسي، اقتصادي او ترانزیتي برخو کې د همکاریو د پراختیا وړتیا لري او اړینه ده چې له دغو ظرفیتونو څخه د متقابل احترام په فضا کې استفاده وشي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170218

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170218/

جمهور
  https://www.jomhornews.com