د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا د طالبانو لخوا د ښځو پر ورزش د بندیزونو له امله د افغانستان له ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې وځنډولې.
د استرالیا کرکټ بورډ تېره شپه اعلان وکړ چې د اسټرالیا حکومت ته مشوره دا ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی. له همدې امله، "موږ خپل پخوانی دریځ ساتلی او د افغانستان پر وړاندې دوه اړخیزې لوبې ځنډوو."
د اعلان پر بنسټ، کرېکټ اسټرالیا په ټوله نړۍ کې په کرېکټ کې د ښځو او نجونو د ونډې ملاتړ لپاره خپلې قوي ژمنې ته دوام ورکوي.
اعلامیې زیاته کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ سره په ګډه کار کوي ترڅو معلومه کړي چې په راتلونکي کې د دوه اړخیزو سیالیو د بیا پیلولو لپاره کوم ګامونه اخیستل کیدی شي.
ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له خوا د افغانستان تر واک لاندې کېدو او د نجونو او ښځو پر لوبو د دې ډلې له بندیزونو وروسته، دوه ځلې مخکې جوړې شوې سیالۍ وځنډولې.
جمهورخبري آژانس