د هېواد ختيځ کونړ ولايت اوسېدونکي وايي، چې پاکستاني پوځ د کونړ پر ځینو سيمو هم بمبارۍ کړی دی.
د دوی په خبره، نن دوشنبې د کب ۲۸مه د سهار په ۱ او ۳ بجو پاکستاني الوتکو د کونړ ولایت د شلطن او سرکاڼو ولسوالیو په سیمو کې په دوو پړاوونو کې بمباري کړې ده.
د کنړ اوسېدونکو د دغو بریدونو د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د خوست اوسېدونکي هم وايي، چې پاکستاني جنګي الوتکو نن د کب په ٢٨مه، شاوخوا درې بجې د پکتيکا ولايت د سپېرې او برمل ولسواليو پر سيمو بريدونه کړي دي.
ځینو سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د عبدالله شاه په نوم د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه شامل دي.
ویل کیږي چې د برید پر مهال د تحریک طالبان پاکستان قومندان عبدالله شاه په خپل کور کې نه و.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې د وزیرستان کډوال په نښه شوي دي.
جمهورخبري آژانس