طالبان: د تاریخي اثارو د قاچاق مخه مو نیولې ده

26 حوت 1402 ساعت 9:23

د طالبانو ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په تورخم کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.


د طالبانو ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې په تورخم کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت پرون (د کب۲۵) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د تورخم په ښارګوټي کې د کمیسارۍ د کشف په امر یې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

په تورخم ښارګوټي کې د دې ډلې کمېشنر ملا عبدالجبار حکمت وويل، چې د امرت کشف د مجاهدينو له خوا يو تن له يوولسو تاريخي اثارو، چې يوه ټرافي هم په کې شامل وو، نيول شوى دى.

طالبانو ویلي چې دغه کس غوښتل په ناقانونه توګه تاریخي اثار پاکستان ته قاچاق کړي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 170039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com