د تخار د ملي امنیت د پخواني مشر ورور د طالبانو له خوا ونیول شو

26 حوت 1402 ساعت 8:57

په تخار کې باوري سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د تېر حکومت د ملي امنیت د مشر نجیب الله نجیب ورور حمیدالله نظري د طالبانو له لوري نیول شوی دی.


په تخار کې باوري سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د تېر حکومت د ملي امنیت د مشر نجیب الله نجیب ورور حمیدالله نظري د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حميدالله نظري شاوخوا يوه مياشت وړاندې د تخار ولايت له مرکز تالقانو ښار څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى او تر اوسه يې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

د ښاغلي نظري خپلوان وايي، چې د نوموړي د خلاصون لپاره يې د ځايي مشرانو له يوې ډلې سره د طالبانو له چارواکو سره اړيکه نيولې ده. خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه زیاتوي، چې حمیدالله نظري دوه نیمګړې پښې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم څو ځلې د پخواني حکومت د ملکي او نظامي چارواکو خپلوان نيولي، شکنجه کړي او حتی وژلي يې دي، چې بېرته هېواد ته ستانه شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com