کابل ښار کې چاودنه؛ ۳ ټپیان ایمرجنسي ته وړل شوي

5 جدی 1402 ساعت 9:16

په کابل ښار کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.


په کابل ښار کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې یوه زوروره چاودنه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه نن مازديګر د غبرګولي په ٤مه، د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اړوند هارتل پل ته څېرمه شوې ده.

له چاودنې وروسته د ايمرجنسي روغتون مسوولينو اعلان وکړ، چې له چاودنې درې ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه روغتون د چاودنې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

که څه هم د دې چاودنې کره جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې دې چاودنې ګڼو انسانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 167181

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/167181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com