د اسیا د تکواندو ازادې سیالۍ:

د افغانستان د نارینه وو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ

15 عقرب 1402 ساعت 8:52

د اسیا د ازادو سیالیو په پای کې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د دې ټورنمنټ د غوره لوبډلې، غوره روزونکي او غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.


د اسیا د ازادو سیالیو په پای کې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د دې ټورنمنټ د غوره لوبډلې، غوره روزونکي او غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تيره شپه د اسيائي فريډم ټورنامنټ د پاکستان په اسلام آباد کې په ځانګړي پروګرام او ايوارډ ورکولو خپل کار پای ته ورساوه.

محسن رضايي د اسیا د تکواندو د ازادو سیالیو په لړ کې د دې دورې غوره لوبغاړی، محمد بشیر تره کی د غوره روزونکي او افغانستان د دې دورې د غوره لوبډلې په توګه وټاکل شول.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد د تکواندو لوبډلې په دغو سياليو کې د نارينه وو په برخه کې دوه د سرو زرو او دوه د سپينو زرو او د ښځو په برخه کې د برونزو په يوه مډال سره خپله دنده پای ته ورسوله.

محسن رضايي او علي اکبري د افغانستان لپاره د دې ټورنمنټ د سرو زرو مډالونه دي.

په دغو سیالیو کې د ۳۲ اسیایي، اروپايي، امریکايي او افریقايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د يادونې وړ ده، چې د دې ټورنمنټ د نارينه وو د لوبډلې په درجه بندۍ کې افغانستان لومړى، پاکستان دويم او قزاقستان درېيم ځاى درلود.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 165527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/165527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com