سراج الدین حقاني:

د احزابو فعالیت ته ځکه اجازه نشته چې همدوی افغانستان تجزیه کړی وو

13 میزان 1402 ساعت 14:34

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، نړیوال هغه ډول امنیت چې د ځان لپاره یې غواړي، د افغانانو لپاره یې د هم وغواړي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، نړیوال هغه ډول امنیت چې د ځان لپاره یې غواړي، د افغانانو لپاره یې د هم وغواړي.
 
حقاني، چې نن د تلې ۱۳ مه د پولیسو اکاډمۍ د څوارلسمې دورې فراغت غونډه کې خبرې کولې د افغانستان او نړۍ خلکو ته په مسلکي ډول د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.

د هغه په وینا، دوی نړیوالو ته د امن پيغام ورکوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي، کومې ژمنې یې چې د امارت سره کړې په هغو عمل وکړي.

حقاني و ویل، نړیوال څنګه چې د خپل ځان لپاره امنیت او سوکالۍ ته ترجیح ورکوي، افغانانو ته دې هم امنیت او عزت وغواړي.
 
ښاغلي حقاني د افغانستان تېرو لسیزو ته او بېلابېلو حزبونو فعالیت ته په اشارې و ویل، چې افغانستان د دغه حزبونو د فعالیتونو له امله تجزیه شوی وو.

جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 164448

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164448/

جمهور
  https://www.jomhornews.com