متقي د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره خبرې اترې کړې دي

9 میزان 1402 ساعت 10:03

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره پر ګډو ګټو او ګواښونو خبرې کړې دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره پر ګډو ګټو او ګواښونو خبرې کړې دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه ویلي، متقي د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې له یوشیانګ او آصف دراني سره کتلي دي.

دی وايي، د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ په ګډو ګټو او ګواښونو په اړه خبرې اترې وشوې.
 
متقي د پاکستان ځانګړي استازي ته ویلي، د ستونزو رامنځ ته کېدو پر مهال باید د رسنیزو بیانیو پر ځای باید د هغې د ديپلوماتیک حل لپاره هڅې وشي.
 
بل پلو د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیانګ ویلي، چین چمتو دی چې له افغانستان سره په ډېرو برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164276

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com