یوشیائو یونګ:

امریکا او ناټو باید د افغانستان په اړه خپلې ژمنې عملي کړي

8 میزان 1402 ساعت 11:12

 د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیائو یونګ د مسکو فارمټ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن اشغال دغه هېواد په کنډواله بدل کړ.


 د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیائو یونګ د مسکو فارمټ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن اشغال دغه هېواد په کنډواله بدل کړ.
 
نوموړي زیاته کړې، سیمه ییزه او نړیواله ټولنه باید له امریکا وغواړي، چې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې او مسوولیتونه په ښه توګه عملي کړي.

دی وايي، څرنګه چې پوهېږو په افغانستان کې د امریکا او ناټو ۲۰ کلن اشغال د افغانستان خلکو ته زیاتې ستونزې زېږولې او دا هېواد یې په کنډواله بدل کړی دی.
 
د هغه په وینا امریکا  او متحدینو یې پر افغانستان مرستې بندې کړې، د دغه هېواد پانګې یې کنګل کړې او پر افغانستان یې یو اړخیزه بندیزونه لګولي، چې د داغه هېواد د خلکو ستونزې یې لا بدتره کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 164246

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164246/

جمهور
  https://www.jomhornews.com