ملا عبدالطیف منصور:

د باغ درې بند د کار پیل زموږ د کار له لومړیتوبونو څخه دی

2 میزان 1402 ساعت 14:54

د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وايي، د باغ درې بند د کار پیل د دوی د کار له لومړیتوبونو څخه دی.


د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وايي، د باغ درې بند د کار پیل د دوی د کار له لومړیتوبونو څخه دی.
 
 منصور نن یکشنبې د تلې ۲مه د کاپیسا ولایت له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره کابل کې لیدلي او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي.
 
نوموړي د کاپیسا مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د باغ درې بند د کار پیل د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دی او دا مهال د هغو څېړنه او لومړني کارونه دوام لري.
 
منصور ټینګار وکړ، چې د کاپیسا د خلکو ټولو ستونزو ته به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه وشي.
 
جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 164057

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164057/

جمهور
  https://www.jomhornews.com