د پاکستان ستره محکمه د دغه هېواد دولت ته!

له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروۍ

2 میزان 1402 ساعت 10:53

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد له دولت څخه غوښتي، چې له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي.


د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد له دولت څخه غوښتي، چې له ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي.
 
د پاکستان د سترې محکمې چارواکو ( د دغه هېواد له مرکزي دولت څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کنسوانسیون د ۳۱ مادې سره سم د افغان کډوالو لپاره یوه کړنلاره جوړ کړی او هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د تایید وړ دي نه باید زنداني شي.

ترېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ده هېواد سترې محکمې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ له لوري د یوه افغان کډوال د وضعیت د تایید وروسته ویلي، هغه نه باید لکه تر محکمې لاندې یو زنداني په څېر زندان کې وساتل شي او دغه لړۍ باید ودرول شي.

دا حکم پر داسې مهال صادر شوی، چې په دې وروستیو ورځو کې پاکستان کې د ګڼ شمېر افغان ګډوالو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.
 
له دې وړاندې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي، چې هېواد یې د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 164044

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164044/

جمهور
  https://www.jomhornews.com