د دفاع وزارت د روغتیايي برخو ستونزو ته به رسیدګي وشي

2 میزان 1402 ساعت 9:19

د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، د دفاع وزارت د روغتیايي برخو ستونزو ته به رسیدګي وشي.


د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، د دفاع وزارت د روغتیايي برخو ستونزو ته به رسیدګي وشي.
 
دا خبره ملا محمد یعقوب مجاهد د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز د صحیه قوماندانۍ څخه د لیدنې پر مهال کړې ده.

د دغه روغتیايي مرکز چارواکو او ډاکترانو خپلې لاس ته راوړنې، وړاندیزونه، د اندوکرینولوژي او سیټي سکن ماشین آلاتو په اړه معلومات د دفاع وزارت له مشر سره شریک کړل.
 
مجاهد د دغه روغتیايي مرکز د چارواکو او ډاکترنو څخه د هغوی د ښو خدماتو او طبي ماشین آلاتو د فعالولو څخه ستاینه وکړه او هغوی ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164035

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164035/

جمهور
  https://www.jomhornews.com