غور کې د نشه يي توکو درې کارخانې سوځول شوې دي

1 میزان 1402 ساعت 14:34

د غور  طالب امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د دریو کارخانو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.


د غور  طالب امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د دریو کارخانو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالواحد حماسي  ویلي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د غور په دولینه، پسابند او دولت یار ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د نشه يي توکو درې کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د نشه يي توکو د دغه فابریکو په تړاو شپږ تنه هم نیول شوي، چې پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com